حماس: د اسراييلو په بريدونو كې مو ۷ غړي وژل شوي.

د حماس د خبري سرچينو د خبر له مخې د تېرې شپې بريد د ۲۰۱۲ كال راهيسې پر حماس باندې تر ټولو خونړى بريد وو چې پكې د اوو غړو د وژل كېدا سربېره ۴ تنه نور هم ټپيان شوي دي.

120406
حماس: د اسراييلو په بريدونو كې مو ۷ غړي وژل شوي.

حماس: د اسراييلو په بريدونو كې مو ۷ غړي وژل شوي.
د حماس د خبري سرچينو د خبر له مخې د تېرې شپې بريد د ۲۰۱۲ كال راهيسې پر حماس باندې تر ټولو خونړى بريد وو چې پكې د اوو غړو د وژل كېدا سربېره ۴ تنه نور هم ټپيان شوي دي. دا بريدونه په غزه كې د مصر سره سرحدي دروازې رفح ته څېرمه ترسره شول.
د اسراييلو نظامي سرچينو بيا څرګنده كړه چې د هېواد په سويل باندې د غزې لخوا د توغنديو د توغول كېدو په ځواب كې هوايي بريدونه ترسره كړي دي. د اسراييلي چارواكو په وينا د جون د مياشتې د نيمايې راهيسې تر اوسه پورې له غزې نه ۱۵۰ توغندي توغول شوي دي چې ۵۰ يې د اسراييلو په خاوره كې لګېدلي دي.
د اسراييلو د حكومت وياند مارك راګېف پرحماس د نيوكو په ترڅ كې وويل چې حماس د ستونزو يوه برخه ده. د حماس سره بايد جګړه وشي او ماتې وركړل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه