د مصر پولیسو د رژیم مخالف د ملي اتفاق ویاند ونیو

په مصر کې د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق غورځنګ ویاند مجید کورکور د پولیسو لخوا ونیول شو.

115814
د مصر پولیسو د رژیم مخالف د ملي اتفاق ویاند  ونیو

 په مصر کې د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق غورځنګ ویاند مجید کورکور د پولیسو لخوا ونیول شو.
د ویلو ده چې د کودتا رد او د مشروعیت ن د ملاتړ د ملي اتفاق د غورځنګ ویاند د قاهرې په ختیځ کې د نصر سیټي په سیمه کې په خپل کور کې ونیول شو.
پولیسو د نوموړي د نیولو لامل ندی څرګند کړی .
ویل کیږي ویاند د نصر سیټي د سیمې د پولیسو په مرکز کې ساتل کیږي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم د ملي اتفاق د چارواکیو ن د الااستقلال د ګوند عمومي مشر مجیدي حسین او بیارغونې او پراختیا د ګوند د ریس وکیل نصر عبدالسلام هم د پولیسو لخوا ونیول شول.
د ویلو ده چې د اتفاق ویاند تیره ورځ د نوموړو چارواکیو د نیولو نه وروسته په څرګندونو کې ویلي وو چې د اتفاق سره د ګوندونو د یوځای کیدو سره به رژیم په راتلونکي کې د لا زیاتو فشارونو سره مخامخ شي.
نوموړي پداسې حال کې نیول کیږي چې نن په ټول مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوي نظامي کودتا د لومړۍ کلیزې له امله پراخه مظاهرې روانې دي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه