د عراق اردو د تکریت د ښار د بیرته نیولو ادعا کوي

د عراق په شمال کې د صلاح الدین د ولایت والي احمد عبدالله الجبوري ادعا کړې ده چې اردو د تکریت ښار د داعش د ډلې نه بیرته نیولی دی .

110878
د عراق اردو د تکریت د ښار د بیرته نیولو ادعا کوي

د عراق اردو د تکریت د ښار د بیرته نیولو ادعا کوي.
د عراق په شمال کې د صلاح الدین د ولایت والي احمد عبدالله الجبوري ادعا کړې ده چې اردو د تکریت ښار د داعش د ډلې نه بیرته نیولی دی .
والي وویل چې اردو په تکریت باندې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ۴ خواوو نه برید وکړ چې پاپله کې ښار د داعش د ډلې نه بیرته ونیول شو.
نوموړي زیاته کړه چې د ښار په مرکز کې د اردو ځانګړي ځواکونه ځای په ځای شوي دي .
د بله پلوه د عراق نیمه رسمي تلویزیون العراقیه د اردو او داعش د وسله والو ترمنځه په نښتو کې د داعش د ډلې د ۶۰ تنو جنګیالیو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د عراق اردو د تکریت د ښار د ولایت ودانۍ نیولې ده.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې د ښار په شمالي برخو کې د اردو او وسله والو کسانو ترمنځه سختې نښتې دوام لري.
په عراق کې د یوې مودې راهیسې د قدرت د تشې له امله د داعش ډلې ددې فرصت نه په استفادې سره د بعضو قومي ډلو په ملاتړ د موصل ، تکریت، باقوبه او تلعفر ښارونه ونیول. همداشان د الانبار د ښار د القیم، راوي، انیح او حدیثه ولسوالۍ د داعش لخوا ونیول شوې.
د عراق اردو یو ځل بیا د نوموړو سیمو د بیرته نیولو هڅه کوي. د عراق حکومت د امریکا متحده ایالتونو نه هم د مرستې غوښتنه کړې وه چې امریکا شاوخوا ۵۰۰ تنه سرتیري عراق ته واستول. امریکا ویلي دي چې یاد شوي سرتیري د خپل سفارت او ډیپلوماټانو د امنیت په موخه سیمې ته استولي دي خو امریکايي سرتیري د عراق د اردو سره په ګډ عملیاتي مرکز کې کار کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه