په مصر کې د کودتا د لومړني کلیزې له امله د مظاهرو لپاره تیاری

په مصر کې د کودتا مخالفین په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوې کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله د یوې ډیرې لویې مظاهرې تیاری نیسي.

108331
په مصر کې د کودتا د لومړني کلیزې له امله د مظاهرو لپاره  تیاری

په مصر کې د کودتا مخالفین په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوې کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله د یوې ډیرې لویې مظاهرې تیاری نیسي.
په مصر کې د کودتا مخالفین د پخواني د دفاع وزیر او اوسني ولسمشر السیسي لخوا د ترسره شوې کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله مظاهرو په تیاري پيل کړی دی .
د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق غورځنګ په خپلو ټولو پلویانو غږ کړی دي چې د جولای په دریمه د عسکري کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله په جوړیدونکو مظاهرو کې پراخه ګډون وکړي.
په مصر کې د نوموړې بې رحمه کودتا نه پوره یو کال تیریږي . پدې یو کال کې کودتاچي رژیم په سلګونو تنه بې ګناه انسانان ووژل او په زرګونو تنه نور يي په زندانونو کې واچول. همداشان کودتاچي رژیم په سلګونو تنه بې ګناه او د ډیموکراسۍ پلویان د اعدام په سزا محکوم کړل خو د دیموکراسۍ پلویانو د خپلې پر حق مبارزې نه لاس وانخیست او دې مبارزې ته دوام ورکوي.
ویل کیږي دا لویه مظاهره به د غیرت سره او سر لوړی ژوند کوو تر شعار لاندې جوړه شي . د ویلو ده چې دا هغه شعار دی چې محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه