مالکي د ملي مشراکت د حکومت وړاندیز رد کړ

عراق لومړي وزیر نوري المالکي د بیړنۍ موقت حکومت د جوړولو وړاندیز رد کړ

106969
مالکي د ملي مشراکت د حکومت وړاندیز رد کړ

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د بیړنۍ موقت حکومت د جوړولو وړاندیز رد کړ.
پداسې حال کې چې په عراق کې سیاسي بحران دوام لري د نوموړي هیواد ترکمنانو ته لا زیات ګواښونه مخامخیږي.
د عراق د کرکوک ښار نه د اردو د وتلو او سیمې د کوردي ملیشو د واک لاندې د راتلو نه وروسته تیره ورځ د ترکمنانو یو تن مشهور سوداګر فاتح شاکر ووژل شو.
د کرکوک د ښار نه د اردو د وتلو نه وروسته په سیمه کې ترکمنانو ته لا زیات ګواښونه مخامخ شوي دي.
همداشان تیره ورځ د عراق د ترکمنانو د جبهې د اجراییوي شورا غړی او د کرکوک د ولسوالي د مجلس ریس منیر کافیلي په بې کوره شوو خلکو د مرستو د ویشلو پر مهال د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو.
ددې پیښې نه څو ساعته وروسته د ترکمنانو نامتو سوداګر فاتح شاکر ووژل شو. ویل کیږي برید کوونکي د فاتح شاکر د وژلو نه وروسته د هغه کور هم سوځولی دی.
د کرکوک پولیسو د دواړو جنایتونو ترمنځه د تړاو په اړه څیړنې کوي.د بله پلوه د عراق اردو د داعش د ډلې پر خلاف مقامت کوي.
د عراق د شیعه مشر علی سیستاني د جهاد د اعلانولو نه وروسته په زرګونو تنه شیعه ځوانان د اردو سره یو ځای شول.
همداشان ۳۰۰ تنه امریکايي سرتیري هم د مشورو او مرستې په موخه بغداد ته رسیدلې دي.
په عراق کې د امنیتي ستونزو له امله د خوراکي توکو بیه څو برابره لوړه شوې ده.
د عراق اکثره سوداګر د جګړو د لا زیاتو له ویرې خوراکي مواد ذخیره کوي.
په عراق کې د تیلو ستونزې هم دوام لري. د نوموړي هیواد د تیلو تر ټولو لویه د بیجي فابریکې تولیدات په ټپه دریدلي دي .
د داعش ډله ادعا کوي چې په بیجي کې د تیلو لویه فایریکه نیولې ده خو اردو بیا د داعش ادعا ردوي او وايي چې فابریکه دوې د کنټرول لاندې ده .
پداسې حال کې چې په عراق کې جګړه ، د خوراکي موادو او تیلو او کډوالۍ ستونزې دوام لري لومړي وزیر نوري المالکي د ملي مشراکت د حکومت د جوړولو اړوند وړاندیز رد کړ.
مالکي وايي چې د بیړني موقت حکومت جوړول د هیواد اساسي قانون او سیاسي بهیر ته یوه ډیره لویه ضربه ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه