د موصل په ښار كې پر سګرټو او شرابو بنديز ولګېد.

د عراق – شام د اسلامي دولت داعش په نامه د ډلې لخوا د موصل د ښار د نيول كېدو نه وروسته د سيمې اوسېدونكو ته د يوې ابلاغيې له مخې امر شوى دى چې سګرټ څكول، په قهوه خانو كې بې ځايه كېناستل، د شرابو خرڅلاو، د محرم پرته له كوره د ښځو وتل، له كوره بهر د ښځو كار كول، د نجونو د ښوونځيو تړل او داسې نورو اعمالو مخه دې ونيول شي.

95399

سيمه ايزو خلكو چې د امنيتي ګواښ له امله يې د خپلو نومونو د اخيستلو نه ډډه كړې ده وايي چې د داعش د ډلې اورپكي د خلكو اجتماع ګانو ته ويناوې اوروي او پدې اړه ورته د ابلاغيې مواد اعلانوي.
د خبر له مخې هغه كسان چې د داعش ددې بنديزونو نه سرغړونه وكړي په عام محضر كې په درو وهل كيږي. د سيمې اوسېدونكې وايي چې ورته بنديزونه د سيمه ايزو خلكو ژوند د طرز سره اړخ نه لګوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه