سيسي د مصر رسمي ولسمشر شو.

د مصر د دفاع وزارت پخوانى وزير او د محمد مرسي د حكومت په وړاندې د كودتا معمار په رسمي توګه د لوړې په كولو سره د مصر ولسمشر شو.

87198
سيسي د مصر رسمي ولسمشر شو.

سيسي د مصر رسمي ولسمشر شو.
د مصر د دفاع وزارت پخوانى وزير او د محمد مرسي د حكومت په وړاندې د كودتا معمار په رسمي توګه د لوړې په كولو سره د مصر ولسمشر شو.
دا مراسم چې په پلازمېنه قاهره كې د اساسي قانون په محكمه كې ترسره شول د قران كريم د تلاوت او د هېواد د ملي سرود د غږول كېدو نه وروسته عبدالفتاح السيسي د محكمې د مشر او پلاوي په وړاندې لوړه وكړه.
پدې مراسمو كې د مصر موقتي ولسمشر عدلي منصور، لومړي وزير، د كابينې غړو، د الازهر مفتي شيخ احمد الطيب او يو شمېر نورو كسانو ګډون كړى وو.
د بله پلوه د هېواد په يو زيات شمېر ښارونو كې د سيسي د لوړې پرمهال لاريونونو ترسره شول. لاريون كوونكو څرګنده كړه چې سيسي به د ولسمشر په توګه ونه مني. همداراز په هېواد كې نظامي حكومت هم ورته د منلو وړ ندى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه