په مصر کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ د پلویانو وینې تویې شوې.

په مصر کې د ډیموکراسۍ پلویانو تیره ورځ د کودتا پر خلاف مظاهره وکړه چې د امنیتي ځواکونو د سختې مداخلې سره مخامخ شول.

85796
په مصر کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ د پلویانو وینې تویې شوې.

په مصر کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ د پلویانو وینې تویې شوې.
په مصر کې د ډیموکراسۍ پلویانو تیره ورځ د کودتا پر خلاف مظاهره وکړه چې د امنیتي ځواکونو د سختې مداخلې سره مخامخ شول. د مصر پولیسو تیره ورځ د ګیزا په ښار کې په مظاهره کوونکو مخامخ ډزې کړې چې له امله يي ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په سیمه کې عینې شاهدانو ویلي دي چې پولیسو په مظاهره کوونکو مخامخ ډزې وکړې او ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي په وژل شوو کسانو یو تن زده کوونکو وو چې د خپل کور په بالکن کې د پولیسو لخوا وویشتل شو او ژوند يي د لاسه ورکړ.
همداشان په پلازمینه قاهره کې د عین الشمس په سیمه کې د مظاهرې په ترڅ کې یو تن ماشوم په مرمۍ په سر د لګیدو نه وروسته ژوند د لاسه ورکړ.
د کودتا رد او مشروعیت نه ملاتړ د ملي ایتلاف غورځنګ د پیښې نه وروسته وویل چې په سیمه کې د مظاهرې پر مهال چې ډیری خلکو د خپلو کورونو د بامونو نه هم د مظاهرې ننداره کوله یو تن ماشوم د نامعلوم ځایه د راغلي مرمۍ سره په سر ولګید او ژوند يي د لاسه ورکړ. د مصر د کورنیو چارو وزارت بیا د نوموړو وژنو په اړه څه ندي ویلي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه