د اسد پلوي ځواکونو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱ تن

په سوریه کې د اسد پلوي ځواکونو یو ځل بیا ۶۱ تنه بې ګناه انسانان په قتل ورسول.

84599
د اسد پلوي ځواکونو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱ تن

په سوریه کې د اسد پلوي ځواکونو یو ځل بیا ۶۱ تنه بې ګناه انسانان په قتل ورسول.
په سوریه کې د اسد پلوي ځواکونو په ټول هیواد کې د مخالفینو پر وړاندې په ترسره کړو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱ تنه وژلي دي .
د بله پلوه ادعا شوې ده چې د اسد پلوي ځواکونو د پلازمینې دمشق د اربین په سیمه کې د زهرجنو ګازو بریدونه هم کړي دي .
د اسد د ځواکونو اړوند جنګي چورلکو په حلپ کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې په سیمو بمبارۍ کړي چې له امله يي یو زیات شمیر کورونه ویجاړ شوي او په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د سوریې د مخالفینو عمومي انقلابي شورا لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د اسد ځواکونو د دمشق مولیحا ، جوبار ، کابون او درایا په سیمو د بریدونو سره په لسګونو تنه وژلي دي .
په سوریه کې د سیمه ییزو فعالیتونو کمیټې د دمشق په اربین سیمه کې د اسد د ځواکونو لخوا د زهرجنو ګازو د برید ادعا کړې ده . په برید کې د یو زیات شمیر کسانو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه