په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو موده یو ورځ بله هم وغځول شوه .

دا پریکړه د ټاکنو په دویمه ورځ په ټاکنو کې د ګډون د کچې د پام کموالي له امله وشوه.

75133
په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو موده یو ورځ بله هم وغځول شوه .

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو موده یو ورځ بله هم وغځول شوه .
دا پریکړه د ټاکنو په دویمه ورځ په ټاکنو کې د ګډون د کچې د پام کموالي له امله وشوه.
د بله پلوه په ټاکنو کې په محمد مرسي د کودتا کولو اصلي معمار جنرال عبدالفتاح السیسي چې په قوي سیاسي څیرو يي په ټاکنو کې د ګډون بندیز لګولی دی او د حمدین صباحي سره سیالي کوي ډیر مښکی دی.
پداسې حال کې چې په ټاکنو کې د ګډون د کچې په اړه رسمي څرګندونې ندي شوې خو ویل کیږي چې یواځې ۲۵ سلنه خلکو ګډون کړی دی.
په مصر کې د ۵۴ میلیونو تنو رای ورکوونکو نه لسو میلیونو تنو خپله هم په ټاکنو کې ګډون ندی کړی.
په بعضو ادعاګانو کې ویل شوي دي چې په یو شمیر سیمو کې خلک د پولیسو په زور د رای اچونې مرکزونو ته وړل شوي دي . د مصر د عدلیې وزارت اعلان کړی هر هغه چا چې په ټاکنو کې ګډون ونکړ په نقدي جزا به محکوم شي.
همداشان په مصر کې مطبوعات بیا په ټاکنو کې برخه نه اخیستونکي وطن ته په خیانت تورنوي.
همداشان په مصر کې د ټاکنو د بهیر په اړه بعضې ویدیوګانې په انټرنټ کې خپرې شوي دي چې د ټاکنو د مشروعیت په اړه يي بحثونه تاوده کړي دي .
په ویدیو کې ښکاري چې د رای اچونې په بعضو مرکزونو کې د سیسي د پلویانو لخوا صندوقونه ډکیږي.
په مصر کې حکومت او مطبوعات د تیرو لسو میاشتو راهیسې د السیسي د ولسمشرۍ په خاطر کمپاین کوي چې په ټاکنو کې د ګډون د کچې ټیټوالي دوی ته لویه ضربه ورسوله.
لا د اوسه یو زیات شمیر سیاسي کارپوهان په ټاکنو کې د کډون د کچې د کموالي نه د سیسي او د هغه د پلویانو لویه ماتې بللې ده .
همداشان په قاهره او اسکندریه کې یو زیات شمیر مصریانو په ټاکنو کې د درغلیو پر وړاندې مظاهرې وکړې.
د مصر په ټاکنو کې د ولسمشرۍ نوماند حمدین الصباحي د راي اچونې په مرکزونو کې په خپلو پلوي ناظرینو د مرکزونو نه د جلا کیدو غوښته کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه