د مصر امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین ۵۷ تنه غړي ونیول

د مصر د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د اخوان المسلمین د سازمان د غړیو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې د اخوان المسلیمن د ۵۷ تنو غړیو د نیولو نه خبر ورکړی دی .

72539

ویل کیږي د مصر د کورنیو چارو وزارت د اخوان المسلمین نوموړي غړي په هیواد کې د نارامیو، د پولیسو په مرکزونو د بریدونو او بیت المال ته د ضرر رسولو په تور نیولي دي . په نیول شوو ۵۷ تنو کې د اخوان المسلمین د مشرانو نه عبدالسلام الشعیب هم شتون لري.
د بله پلوه په مصر کې د اخوان المسلمین د سیاسي برخې د ازادۍ او عدالت د ګوند غړي او ولسي جرګې د پخواني وکیل محمد شاکر الدیب د نیولو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
د بله پلوه د قاهرې د امنیې قومندانۍ سرچینو ویلي دي چې په قاهره کې هم په دوو جلا جلا چاپو کې د اخوان المسلمین ۱۱ تنه غړي نیول شوي دي .
ویل کیږي نیول شوي کسان د بمي بریدونو او په هیواد کې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو په تور تورن دي .
د ویلو ده چې په مصر کې اردو د تیر کال د جولای په دریمه نیټه د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د کودتا نه وروسته د اخوان المسلمین د غړیو په نیولو پيل کړی دی چې دا لړۍ دوام لري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه