امر الله ایشلر په ټولې نړۍ د فلسطین د خلکو د حقونو نه دفاع کولو

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر امر الله ایشلر په ټولې نړۍ د فلسطین د خلکو د حقونو نه دفاع کولو غږ وکړ.

67283
امر الله ایشلر په ټولې نړۍ د فلسطین د خلکو د حقونو نه دفاع کولو

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر امر الله ایشلر په ټولې نړۍ د فلسطین د خلکو د حقونو نه دفاع کولو غږ وکړ.
مرستیال لومړي وزیر امر الله ایشلر دا څرګندونې د بیت المقدس په نړۍواله غونډه کې چې په ترکیه کې جوړه شوې وه وکړې. غونډه په ۲۰۱۴ کال کې د فلسطین د خلکو سره همغږۍ تر نامه لاندې جوړه شوې وه .
مرستیال لومړي وزیر پدې غونډه کې زیاته کړه چې د فلسطین د مسلې نه اصلي موخه د اشغال پایته رسول او د فلسطین د مظلومو د خلکو د حقونو او ازادیو نه دفاع او ملاتړ دی چې د کلونو کلونو راهیسې د خپو لاندې شوي دي . ایشلر په نړۍ غږ وکړ چې فلسطین خلکو ته باید هغه ازادي ورکړل شي چې مسلم حق يي دی.
ایشلر وویل چې ترکیه د بیت المقدس نه د ملاتړ په مسله کې هلې ځلې کوي او په نړۍ هم غږ کوي چې پدې مسله کې خپل مسولیت ادا کړي.
ایشلر وویل بیت المقدس چې د ټول بشریت ګډه شتمني ده غواړو چې پدې سیمه کې مسلمانان، عیسویان او د ټولو دینونو پلویان په ګډون او د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
ایشلر زیاته کړه چې ترکیې د بیت المقدس په مسله کې د ملګروملتونو او اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د ټولو پریکړو نه ملاتړ کوي او د اړتیا په صورت کې مشرۍ ته هم تیار دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه