د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام قهرماني ارجنټاین وګټله.

میسي د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړۍوال جام سیالیو کې څو ریکارډونه ترلاسه کړل

1920542
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام قهرماني ارجنټاین وګټله.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام قهرماني ارجنټاین وګټله.

په قطر کې ترسره شوي د فوټبال نړیوال جام په پای لوبه کې ارجنټاین او  فرانسې ترمنځه سیالي چې ۳ د ۳ په مقابل کې په مساوي توګه پایته ورسیده ارجنټاین په پینالټۍ کې فرانسې ماتې ورکړه او قهرماني خپله کړه. لیونل میسي چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وکړل، ډیر زیات ریکارډونه يي هم مات کړل.

میسي چې د کروشیا په لوبه کې د لوتر میتاوس  چې د فوټبال په نړۍوال جام کې تر ټولو زیات لوبیدونکي لوبغاړي ریکارډ درلود مساوي کړی وو ، د  د فرانسې په لوبه کې بیا هغه د فوټبال په نړۍوال جام کې تر ټولو زیات لوبیدونکي لوبغاړي ریکارډ ترلاسه کړ.

د ارجنټاین ستوری میسي چې په نړیوال جام کې یې ۲۶ لوبې ترسره کړې، د فوټبال هغه لوبغاړی شو چې د نړیوال جام تر ټولو زیاتې لوبې یې ترسره کړې دي.

لیونل میسي هم د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو زیاتې لوبې کولو سره د ایټالوي پاولو مالدیني په لوبه کې تر ۲۴ دقیقو زیات ګول وهلو سره د لوبغاړي لقب خپل کړ.

میسي چې د فرانسې سره په لوبه کې هم  په پینالټي کې ګول وهلی وو د نړۍوال جام په سیالیو کې ۱۳ ګولونو او ۸ اسیست سره د نړۍ تر ټولو د اغیزمن لوبغاړي ریکارډ ترلاسه کړ.

همداشان هغه د نړۍوال جام په سیالیو کې د ۱۳ ګولونو وهلو سره د نړۍ د نامتو فوټبالر ګابریل باتیس توتا ریکارډ مات خپل .

همداشان هغه د ۱۳ ګولونو سره د ارجنټاین او نړۍ د نامتو لوبغاړي ( پلې ) چې ۱۲ ګولونه يي درلود ریکارډ مات کړ.

میسي چې تر اوسه پورې د فوټبال یو زیات شمیر نړۍوالې جایزې ترلاسه کړی وې یوه کمبودي درلوده چې هغه هم نړۍوال جام قهرماني وه. میسي د نړۍوال جام د قهرمانۍ د ترلاسه کولو سره دا کمبودي هم پوره کړه.

 



اړوند خبرونه