د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام سیالۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شوې.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړۍوال جام د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو
د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام سیالۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شوې.
د لومړي ځل لپاره په یو عربي هیواد کې ترسره کیدونکې د فوټبال نړۍوال جام د پرانیستو مراسم د قطر د پلازمینې دوحې د البیت په لوبغالي کې د ۶۰ زره مینه والو په ګډون سره ترسره شول. د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د یو زیات شمیر عربي هیوادونو مشرانو ګډون کړی وو.
د پرانستو په مراسمو کې د کوچیانو قومونو سیمه ایزې نڅاګانې نندارې ته وړاندې شوې. همداشان پدې مراسمو کې د نړۍ مشهور اداکارې مورګن فریمن هم ګډون درلود او ټولې نړۍ ته د فوټبال د نړۍوال جام په خاطر قطر ته د راتګ بلنه ورکړه.
د سیمه ایزو هنرمندانو لخوا د نڅا ترسره کولو وروسته، د سویلي کوریا د BTS مخکښ سندرغاړي جونګ کوک او قطري سندرغاړي فهد الکوبیسي د فیفا نړیوال جام رسمي غږیز سندره ډریمرز وغږوله.
د پرانستلو په مراسمو کې، دا پیغام ورکړل شو چې فوټبال موخه د یوې قبیلې په توګه سره یو ځای کیدل او دا چې نړۍ یوه خیمه ده چې هرڅوک پکې ژوند کوي.
مراسم د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمید آل ثاني په وینا پای ته ورسیدل.
ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د البیت په لوبغالي کې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
اردوغان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او نورو مېلمنو سره په ګډه دا مراسم ولیدل.
ولسمشر اردوغان د قطر او اکوادور ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستې لوبه هم ننداره کړه.
د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام کې به ۳۲ ټیمونه برخه واخلي چې د فوټبال سلګونه میلیونه مینه وال به یې د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وګوري ، ټولټال ۶۴ لوبې به وکړي.
د نړۍوال جام پای لوبه به د دسمبر په ۱۸ نیټه ترسره شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.