د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا د هند د فوټبال پر فدراسیون بندیزونه ولګول.
د فیفا لخوا د هند د فوټبال پر فدراسیون د بندیز لګولو له امله هند د ښځو د ۱۷م نړیوال جام د کوربه توب حق له لاسه ورکړ
د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا د هند د فوټبال پر فدراسیون بندیزونه ولګول.
فیفا په یوه بیان کې ویلي چې د هند د فوټبال له فدراسیون سره یې اړیکې تر راتلونکې یوې نیټې پورې وځنډولې.
هند په دې توګه د ښځو د ۱۷م نړیوال جام د کوربه توب حق له لاسه ورکړ، چې په اکتوبر میاشت کې پدې هیواد کې ترسره کیده.
د هند سترې محکمې د می په میاشت کې د فوټبال فدراسیون اداره منحل کړه او د فوټبال اداره کولو لپاره یې درې کسیزه کمیټه وټاکله.
نوموړې کمیټې چې ونشو کولی په تیرو ۱۸ میاشتو کې ټاکنې وکړي، فیفا د هغوې لخوا د ټاکل شوو نورمونو او قواعدو نه د سرغړونې له امله دغه پریکړه وکړه.
د فیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هر کله چې د هند د فوټبال د فدراسیون ټاکنې وشي او خپل ټول واک بیرته ترسره کړي دوې به ورسره اړیکې عادي حالت ته راوګرځي.
د فیفا قانون له مخې غړي فدراسیونونه باید په خپلو خپلو هیوادونو کې له قانوني او سیاسي لاسوهنو څخه پاک وي.