د ترکیې ملي غیږنیوونکي طه اق ګل د اتم ځل لپاره د اروپا اتلولي خپله کړه
د ترکیې نامتو غیږ نیوونکی طه اق ګل د اتم ځل لپاره د اروپا د غیږ نیونې قهرماني ترلاسه کړه .
1625996
د نړۍ او اولمپیاتو اتل د ترکیې ملي غیږ نیوونکی طه اق ګل د اروپا د غیږنیونې د اتلولیو په سیالۍ کې خپل روس رقیب ته د سختې ماتې په ورکولو سره د اتم ځل لپاره د اروپا اتلولي وګټله.
د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د جوړو شوو سیالیو په ترڅ کې طه اق ګل په لومړي پړاو کې خپل رقیب د ګرجستان غیږنیوونکې ته ۶ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او دویم پړاو ته لار پيدا کړه. په دویم پړاو کې بیا خپل پولنډ د هیواد غیږ نیوونکي کامیل توماز ته ۶ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه. طه اق ګل په نیمه پآیلوبه کې بیا د بیلاروس د هیواد غیږ نوونکي ته د ۴ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او پآیلوبې ته لار موندله.
هغه په پایلوبه کې خپل روس سیال ته ۹ د ۲ په مقابل کې د ماتولو سره د اتم ځل لپاره د اروپا اتلولي خپله کړه.