د ښځو په اړه د سعودي يو بل مثبت ګام
سعودي عربستان په پام كې لري چې ښځو ته د سپورټي سياليو د نندارې حق وكړي.
837289
د سعودي مقاماتو د معلوماتو پر اساس د راتلونكي كال د پيل راهيسې په هېواد كې د ښځو لخوا د سپورټي سياليو د نندارې اجازه وركړي. په لومړي سر كې به ددې هېواد په ۳ لويو ښارونو كې لوبغالو ته د ښځينه نندارچيانو د ننوتلو حق وركړل شي.
ددې هېواد سپورټ د ادارې د معلوماتو پر اساس د رياض، جدې او دمام په ښارونو كې لوبغالو ته د ښځو د ننوتلو او سياليو د نندارې حق وركړل شي.
سعودي مقاماتو څه موده وړاندې د ښځو لخوا د موټر چلولو پر چارو بنديز هم لرې كړى و.