د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډله د اروپا اتله شوه.
د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې ستر بریالیتوب ترلاسه کړ
د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډله د اروپا اتله شوه.
د ترکیې به کوربه توب جوړه شوې د اروپا د معیوبینو د فوټبال د فدراسیون د اتلولیو په سیالیو کې د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې په پایلوبه کې د انګلستان د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړه.
د ترکیې ملي لوبډلې د انګلستان لوبډلې ته ۲ د یو په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
د سیالۍ د پایته رسیدو نه وروسته د ترکیې د معیوبینو د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو د سترګو نه د خوښۍ اوښکې جاري شوې.
د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او مډالونه د ترکیې د سپورت او ځوانانو د وزیر لخوا ورکړل شول.
همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې ته د ترسره کړي اتلولۍ له امله مبارکي وویله. ولسمشر اردوغان د لوبغاړو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او هر یو ته جلا جلا ددې ستر بري له امله مبارکي ورکړه.