د افغان كرېكټ لپاره تاريخي ورځ!
د كرېكټ د نړيوالې شورا د يوې بې سارې پرېكړې له مخې د افغانستان د كرېكټ بورډ او د ملي ټيم ددې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه كړ.
758113
د كرېكټ د نړيوالې شورا د يوې بې سارې پرېكړې له مخې د افغانستان د كرېكټ بورډ او د ملي ټيم ددې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه كړ.
دا خبر ددې شورا په رسمي پاڼه كې هم خپور شوى دى.
پدې ډول افغانستان كولاى شي چې تر دې وروسته د نړۍ د لسو مهمو لوبډلو په كتار كې د نړيوال جام په ترڅ كې په مخامخ ډول سيالي وكړي. سربېره پدې د افغانستان د كرېكټ بورډ به ددې شورا لخوا كلنۍ بوديجه هم زياته شي.
د كريكټ بورډ مشر شكر الله عاطف مشعل دا لاسته راوړنه د افغان كرېكټ په تاريخ كې مهم برى وباله او ټولو مينه والو ته يې مباركي وويله. نوموړي زياته كړه چې دا لاسته راوړنه ځانګړى اهميت لري. ددې لوى افتخار د ساتنې په موخه به ټول هلې ځلې وكړو.