د ارجنټاین نامټو فوټبالر لیونل  میسي د ارجنټاین تر ټولو د ټکړه لوبغاړي لقب ترلاسه کړ

لیونل میسي تاریخي بری ترلاسه کړ

516716
د ارجنټاین نامټو فوټبالر لیونل  میسي د ارجنټاین تر ټولو د ټکړه لوبغاړي لقب ترلاسه کړ

د ارجنټاین نامټو فوټبالر لیونل  میسي د امریکا د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کې  د امریکا متحده ایالتونو او ارجنټاین ترمنځه په سیالۍ کې  د امریکا   ملي لوبډلې ته  ۴ د صفر پر وړاندې  د ماتې ورکولو  سره د هیواد په تاریخ کې تر ټولو  د ټکړه  لوبغاړي  لقب ترلاسه کړ.

میسي پدې لوبه کې  د ګابریل باتیستوتا  ریکاټ مات کړ او د ارجنټاین په ملي لوبډله کې تر ټولو  د زیات ګول وهونکي  لقب  ترلاسه کړ.

لیونل میسي  تر اوسه پورې  ۱۱۲ ځله  د ارجنټاین د ملي لوبډلې  په سیالیو لوبه کړې ده. میسي خپل فوټبال په تاریخ کې  د امریکا متحده ایالتونو د فوټبال ملي لوبډلې چې ټولټال  ۵۵ ګولونه ورکړي دي. ددینه مخکې  د ارجنټاین  بل نامتو لوبغاړي ګابریل  امریکا ته  ۵۴ ګولونه ورکړي وو چې  میسې  د هغه ریکاټ مات کړ.

۲۹ کلن  فوټبالر د سیالۍ نه وروسته خبریالانو ته وویل ، د ګابریل د ریکاټ د ماتولو له امله  خوښ یم.

هغه  د ارجنټاین د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړه نه مننه وکړه.

ارجنټاین  امریکا  متحده ایالتونو ته د ماتې ورکولو نه وروسته پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ارجنټاین به  د اتلولۍ  په خاطر  په پایلوبه کې د شیلي د هیواد ملي لوبډلې سره  سیالي وکړي.



اړوند خبرونه