د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د پروني ترهګریز برید عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.

ایران چې د کرمان د پروني ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۰۳ تنه اعلان کړې وه د مړو شمیره يي ۹۵ تنو ته راټیټه کړه

2084078
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د پروني ترهګریز برید عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د پروني ترهګریز برید عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.

ابراهیم رئیسي په کرمان کې د هغو بمي بریدونو په اړه چې په ترڅ کې یې ۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، بیان خپور.

ولسمشر په خپور کړي بیان  کې دغه تروریستي عمل وغانده او د وژل شویو کسانو له کورنیو او د ایران له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. هغه وویل چې،

"بې له شکه چې د دې بزدلانه عمل عاملین او مشران به ژر تر ژره د امنیتي او قانون پلي کونکو ځواکونو لخوا وپیژندل شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي. دښمنان باید پوه شي چې دا ډول کړنې هیڅکله د خلکو اوسپنېز عزم او اراده نشي ماتولی. د ایران خلک د خپلو اسلامي ارزښتونو او ایډیالوژۍ دفاع کوي.ایران د جګړې په ډګر کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره تر بل هر وخت زیات هوډ لري..

د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنه يي هم ویلي چې د دې بریدونو  غچ به واخلي.

د خامنه اي په رسمي وېبپاڼه کې په خپور شوي بيان کې راغلي: "د هغو خلکو چې لاسونه يې د بې ګناه انسانانو په وينو رنګ شوي او هغه اشتباه کوونکي ذهنونه چې د نورو او شریرو ذهنونو په اشارو  د فساد تخم کري، ددینه وروسته به د عادلانه سزا په خاطر مطلق هدف وګرځي." "دوی باید پوه شي چې ددې فلاکت ځواب په ډیر سخت وي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم وویل چې د ایران امنیتي ځواکونه به "هرڅومره ژر چې ممکنه وي هغه کسانو ته چې ددې  تروریستي بریدونو تر شا لاس ولري  او یا يي  تنظیم کړي دي، کلک او پرېکنده ځواب ورکړي".

د ایران په کرمان ولایت کې پرون د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر ته څېرمه په ترسره شوي دوه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو شمېر چې په لومړي سر کې ۱۰۳ تنه اعلان شوی وو، ۹۵ تنه ښودل شوی . همداشان په ایران  یو ورځنی ماتم هم اعلان شو.

د ویلو ده چې دا بریدونه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په برید کې وژل شوي  د سلیماني د څلورم تلین د لمانځونو د مراسمو پر مهال رامنځته شول.



اړوند خبرونه