ایران ویلي چې په سوریه او عراق کې د امریکا پر پوځي هډو له بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري.

د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازي سعید ایرواني د ملګروملتونو امنیت شورا ته د امریکا، اسرائیلو او انګلستان د ادعاوو په باره کې یو لیک استولی دی.

2072787

ایرواني په خپل لیک کې په دې ټینګار کړی چې ایران په سیمه کې پر امریکایي ځواکونو له بریدونو سره هیڅ تړاو نه لري، یادونه کړې چې تهران په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا د اسرائیلي شرکت د کارګو بیړۍ ګیلیکسي مشر په نیولو کې هم هیڅ رول نه درلود.

په سوریه کې په دې وروستیو ورځو کې په عراق او سوریه  کې د امریکايي ځواکونو پر هډو د وسله والو بې پیلوټه الوتکو او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغندو په وسیله بریدونه ډیر شوي دي. په سوریه او عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشې ډلې د دې بریدونو مسوولیت منلی دی.

د امریکا ادارې چې د دې بریدونو پړه پر ایران اچوي، اعلان کړی چې د اکتوبر له ۲۷مې راهیسې د سوریې په ختیځ کې د ایران د انقلابي ګارډ د پوځ او ورسره تړلو ډلو پر تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.

په یمن کې حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، هم اعلان وکړ چې دوی د اکتوبر له ۳۱ راهیسې څو ځلې پر اسرائیلو د توغندیو او کامیکازي بې پیلوټه الوتکو  بریدونه کړي دي. حوثي یاغیانو د یمن په سواحلو کې د اسرائیلي شرکتونو سوداګریزې کتۍ هم نیولي او پر ځینو یې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي.

د نوامبر په ۱۹مه حوثي یاغیانو ګواښ وکړ چې په سور سمندرګي کې به اسرائیلي کښتۍ په نښه کړي او بیا یې اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې یې د اسرائیلي شرکت یوه سوداګریزه کښتۍ نیولې ده.

حوثي یاغیانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دوی په باب المندب تنګي کې د «یونيټي اکسپلورر» او «نمبر نان» په نوم دوه اسرائیلي کښتۍ په نښه کړي دي.

پرون په خپل بیان کې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ادعا وکړه چې ایران په سور سمندر کې په سوداګریزو کښتیو د بریدونو "بالاخره مسؤل" دی.

اړوند خبرونه