د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان داځل د ځینو محرم اسنادو د افشا کولو د تور سره مخامخ دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان داځل د ځینو محرم اسنادو د افشا کولو د تور سره مخامخ دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان داځل د ځینو محرم اسنادو د افشا کولو د تور سره مخامخ دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال زنداني داځل د محرمو اسنادو د افشا کولو محکمې ته حاضر کړی شو.
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یوه څارنوال شاه خاور د دوشنبې په ورځ له اډیاله زندان څخه بهر خبریالانو ته وویل، "دا قضیه نن درج شوې او تورونه په واضح ډول لوستل شوي."
د کرکټ پخوانی ستوری خان د اګست په میاشت کې د فساد په تور په درې کاله بند محکوم شو، خو وروسته د هغه سزا لغوه شوه. خان د حکومتي اسنادو د افشا کولو د خورا جدي تور سره مخامخ دی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هم له ورته تورونو سره مخ دی.
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې له خوا د یو خپور شوي راپور له مخې، قضیه د هغه ګواښونکي لیک په اړه ده چې خان د ثبوت په توګه وړاندې کړی و چې هغه د امریکا د ځواکمن پوځي تاسیساتو په ملاتړ د یوې امریکایي دسیسې له مخې له دندې ګوښه شوی دی.
خو د امریکا او پاکستان پوځ دواړو دغه ادعاوې رد کړې.
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال دی، هم په همدې قضیه کې محکمې ته حاضر شو.
د هغه وکیلان وايي چې د خان د محکومیت په صورت کې تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.