د ایران په فوردو اټومي تاسیساتو کې  ۸۳ عشاریه ۷ سلنه د  غني شوو یورانیمو ذرات کشف شوي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس  پلټونکو د ایران په فوردو اټومي تاسیساتو کې  ۸۳ عشاریه ۷ سلنه د  غني شوي یورانیمو ذرات کشف کړي.

1952934
د ایران په فوردو اټومي تاسیساتو کې  ۸۳ عشاریه ۷ سلنه د  غني شوو یورانیمو ذرات کشف شوي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس  پلټونکو د ایران په فوردو اټومي تاسیساتو کې  ۸۳ عشاریه ۷ سلنه د  غني شوي یورانیمو ذرات کشف کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس  د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه په خپل راپور کې چې په هرو دریو میاشتو کې یې د مدیره هیئت له غړو هیوادونو سره شریکوي، هغه معلومات شامل کړي چې په دې هیواد کې د یورانیمو په لوړه کچه غني شوي ذرات کشف شوي دي.

د راپور له مخې، پلټونکو د جنورۍ په ۲۱مه د ایران د ځمکې لاندې فابریکې فورډو کې په دوه مرحله يي IR-6 سانتریفیوژ  کې مخکې د بیان شوو معلوماتو نه په توپیر سره  په بل ډول  د بډایه شوو یورانیمو ذرات کشف کړل. همداشان په اخیستل شوو نمونو کې ۸۳ عشاریه ۷ سنله بډای شوو خالصو یورانیمو ذرات لیدل شوي دي.

راپور کې ویل شوي: "ایران د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان ته ویلي  چې د غني کولو پر مهال  ممکن ځیني ناخوښي څپې رامنځته شوي وي چې د لیږد په دوره کې پیښ شوي وي.

د مسلې د روښانه کولو لپاره د ایران او اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس ترمنځ خبرې اترې دوام لري.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس تر دې مخکې ویلي وو چې ایران ۶۰ سلنه یورانیم غني کړي دي.

ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ایران د فبرورۍ پر ۲۰مه ۸۴ سلنه یورانیم غني کړي او د تهران ادارې دا خبره رد کړې ده.



اړوند خبرونه