په کوټه کې د پولیس لاین ترڅنګ چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې  د پولیس لاین ترڅنګ درنده چاودنه شوې ده .

1942061
په کوټه کې د پولیس لاین ترڅنګ چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې  د پولیس لاین ترڅنګ درنده چاودنه شوې ده .

د سیمه ایزو رسنیو په له قوله نن  یکشنبه د فبروري‌ پنځمه نیټه په کوټه ښار کې د پولیس لاین ترڅنګ چاودنه وشوه چې له امله ۵ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د چاودنې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ، روغتیايي او د پولیسو ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

پداسې حال کې چې پولیسو ددې چاودنې په اړه ژغورنې ډلو ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه ددې برید مسئولیت هم  پاکستاني‌ طالبانو تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

تحریک طالبان پاکستان د نوموړي‌ برید په اړه په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې ددې برید هدف امنیتي‌ ځواکونه وو.

د یادولو وړ ده یوه اونۍ مخکې هم په پیښور ښار کې د پولیس لاین ترڅنګ په یو جومات ځانمرګی برید شوی وو چې له امله يي ۱۰۲ تنه مړه او ۲۲۰ تنه نور ټپيان شوي‌ وو.

پاکستاني‌ طالبانو پدې وروستیو کې  خپلو بریدونو ته زور ورته کړی دی.



اړوند خبرونه