په پاکستان کې د پنجاب ایالت نه وروسته د خیبرپښتونخوا د ایالت پارلمان او حکومت لغوه شو.
په پاکستان کې، پخواني لومړي وزیر عمران خان په مرکزي حکومت هر څه ژر د ټولټاکنو د ترسره کولو په خاطر د فشار راوستو لپاره له پنجاب وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت او پارلمان لغوه کړ.
په پاکستان کې د پنجاب ایالت نه وروسته د خیبرپښتونخوا د ایالت پارلمان هم لغوه شو.
په پاکستان کې، پخواني لومړي وزیر عمران خان په مرکزي حکومت هر څه ژر د ټولټاکنو د ترسره کولو په خاطر د فشار راوستو لپاره له پنجاب وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت او پارلمان لغوه کړ.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر محمود خان د پاکستان د انصاف غورځنګ ګوند (پي ټي آی) د مشر عمران خان په غوښتنه د پارلمان د لغوه کېدو پرېکړه د خیبرپښتونخوا ایالت والي ته استولې ده.
د خېبرپښتونخوا ایالت والي حاجي غلام علي د دغه پرېکړه ليک تر لاسليکولو وروسته صوبايي اسمبلۍ منحل شوه.
د پارلمان له منحل کېدو وروسته به په خېبرپښتونخوا کې موقت حکومت جوړېږي او د ۹۰ ورځو کې دننه به نوي انتخابات ترسره شي. د خېبرپښتونخوا ایالت لومړي وزیر محمود خان د موقت حکومت تر جوړیدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي. په دغو دوو ایالتونو کې چې له ۱۵۰ میلیونو څخه زیات نفوس لري ټاکنې په دې معنی ده چې د هیواد له نیمایي څخه ډیر کې ټاکنې ترسره شي.
کارپوهان په دې باور دی چې عمران خان به په دغو دوو ایالتونو کې په راتلونکو ټاکنو کې د خپلو څوکیو شمېر زیات کړي او پر حکومت فشار راوړي چې هر څه ژر عمومي ټاکنې وکړي.
د ویلو ده چې د پاکستان مرکزي پارلمان د تیر کال د اپریل په لسمه نیټه د پخواني لومړي وزیر عمران خان نه د باور رای واخیسته او د هغه حکومت يي منحل کړ.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوار شریف چې درې دورې لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه ورور شبهاز شریف د اپرېل په یوولسمه د پارلمان په ټاکنو کې د ۱۷۴ رایو په اکثریت سره لومړی وزیر وټاکل شو.