د ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د اعدام په سزا محکوم شو

د ایران د دفاع پخوانی وزیر چې انګلستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی وو د اعدام په سزا محکوم شو

1931557
د ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د اعدام په سزا محکوم شو

د ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر علیرضا اکبري د بریتانیا لپاره د جاسوسۍ او په قصدي ډول د ایران مهم معلومات له بهرنیو استخباراتو سره د شریکولو په تور په اعدام محکوم شو.

علیرضا اکبري چې د ایران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي د ولسمشرۍ په دوره کې د دفاع د وزیر مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، د بریتانیا په استازیتوب په دغه هیواد کې د جاسوسۍ او په قصدي ډول د ایران مهم معلومات له بهرنیو استخباراتو سره د شریکولو په تور په اعدام محکوم شول. اکبري چې په ۲۰۱۹ کال کې بریتانیا  ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و، او د سترې محکمې لخوا د اعدام په سزا محکوم شوی وو د محکمې په حکم يي اعتراض رد شو او د اعدام سزا يي تایید شوه.

د ایران  استخباراتو وزارت په یوه بیان کې ویلي، "علیرضا اکبر د برتانیا د استخباراتو یو له مهمو جاسوسانو څخه و، چې په پوره شعوري او قصدي توګه یې د بریتانیا د استخباراتو ادارې (SIS) ته، چې د 'MI6' په نوم یادیږي" د هیواد په اړه مهم معلومات ورکړي وو.

په هغه بیان کې چې د اکبري د جاسوسۍ د پروسې په اړه معلومات ورکړل شوي، راغلي «یو جاسوس چې د بریتانیا د استخباراتو د مرکز لپاره یې کار کاوه زمونږ د هېواد په ستراتیژیکو او حساسو مرکزونو کې نیول شوی دی. دا چې دغه جاسوس څنګه د برتانیې د استخباراتو له مرکز او مخابراتي شبکو سره اړیکه نیوله ، د ایران د  استخباراتو د وزارت له خوا تثبیت  شوې وه. بالاخره په مناسب وخت او د اړونده قضايي ارګان د حکم په اساس جاسوس ونيول شو او د قضايي بهير له پرمخ بيولو وروسته  د خپل اعمالو په سزا ورسول شو. ویل کیږي اکبري د انګلستان تابعیت هم لري .



اړوند خبرونه