د پاکستان د مشرانو جرګې رئیس هم د تورکیې ولسمشر د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ
د پاکستان د مشرانو جرګې رئیس محمد صادق سنجرانی ولسمشر رجب طیب اردوغان یې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د هغه د هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړی دی.
د پاکستان د مشرانو جرګې رئیس محمد صادق سنجرانی ولسمشر رجب طیب اردوغان یې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د هغه د هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړی دی.
صادق سنجرانی په خپور کړي بیان کې د پاکستان د ولس او مشرانو جرګې په استازیتوب ویلي چې ولسمشر اردوغان یې د روسیې او اوکراین د جګړې په بهیر کې چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روان دی، د ترسره کړو نه ستړې کیدونکو هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې لپاره نومولی دی.
سنجرانی دې ته په اشارې سره ویلي دي چې دغه جګړه په یوه «اټومی ګواښ » بدله شوې ده چې کولی شي د ټولې نړۍ د تباهۍ سبب وګرځي، خو اردوغان په یوازې توګه د خپلو سترو هڅو او په دواړو خواوو پر وخت او مؤثرو مداخلو سره د یو نړیوال ناورین مخه ونیوله.
سنجرانی ویلي دي چې د غلې د دهلیز په موافقې سره سیمه له ویجاړونکې لوږې څخه وژغورل شوه. هغه ټینګار کړی چې اردوغان یو رښتینی سیاستوال، د خلکو مشر دی چې نه یوازې د خپل هیواد بلکې د سیمې او نړۍد ښېګڼې او هوساینې لپاره کار کوی.
سنجرانی زیاته کړې ده چې اردوغان نه یوازې د خپل هیواد یا سیمې لپاره خپل ارزښتناکه رهبري ثابته کړې، بلکې هغه ټول انسانیت د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سولې، زغم او مینې پيغامونه رسولي دي.
صادق سنجرانی ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې اردوغان د اسلامی لارښوونو په اړه د غلط فهمیو له منځه وړلو لپاره کار کوي او د ټولو خلکو له حقوقو څخه په مساوی توګه دفاع کوی. هغه یادونه وکړه چې د نوبل د سولې جایزې لپاره د ولسمشر اردوغان په نومولو خوښ دی.