د پاکستان حکومت په هیواد کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو او ټپیانو ته معاوضه ورکوي.
د پاکستان حکومت په وروستیو سیلابونو کې وژل شوو کسانو کورنیو ته معاوضه ورکوي
1895499
د پاکستان حکومت په هیواد کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو او ټپیانو ته معاوضه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پلازمینه اسلام اباد کې په یوه وینا کې اعلان وکړ چې حکومت به په هیواد کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو کورنیو ته ۴۵۲۲ امریکايي ډالره تاوان ورکړي.
شریف وویل چې د سېلاب ځپلو لپاره به ۳۱۶ میلیونه ډالر وویشل شي او د زخمیانو کورنیو ته به هم معاوضه ورکړل شي.
شریف دې ته په اشارې سره چې ژمی را نږدې شوی، یادونه وکړه چې د چین حکومت به د ژمي موسم لپاره خیمې راولیږي.
په پاکستان کې د اوړي په اوږدو کې د سختو بارانونو له امله د سېلاب په ناورین کې د ۶۴۳ ماشومانو او ۳۴۸ ښځو په ګډون ۱۷۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سېلاب له امله ۲.۲ میلیونه کورونه، ۱۳ زره کیلومتره سړکونه ، ۴۳۵ پلونه ویجاړ شوي او ۱.۱ میلیونه کرنیز څاروي له منځه تللي دي.