د ایران یوې جنګي الوتکې سقوط کړی

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هوايي ځواک اړوند SU-22 ډوله جنګي الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله د ایران په هرمزګان ولایت کې سقوط وکړ.

1881486
د ایران یوې جنګي الوتکې سقوط کړی

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هوايي ځواک اړوند SU-22 ډوله جنګي الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله د ایران په هرمزګان ولایت کې سقوط وکړ.

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې، د سپاه پاسداران ځواکونو  د عامه اړيکو د څانګې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هوايي ځواکونو اړوند SU-22 ډوله جنګي الوتکه د ماموريت پر مهال له تخنيکي ستونزې سره مخ شوه او پيلوټ الوتکه د استوګنیزو سیمو بهر یوې سیمې ته سوق کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې الوتکه نسکوره شوې، پیلوټ په خوندي ډول د اېجیکشن سیټ سیسټم په کارولو سره ځان له الوتکی غورځولې دی.

په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه