د پاکستان د پوځ چورلکې چې جګپوړي افسران پکې سپاره ول سقوط کړی

پاکستان کې د چورلکې په سقوط د د یو تن جنرال په ګډون ۶ تنه جګپوړو افسرانو ژوند د لاسه ورکړی

1862640
د پاکستان د پوځ چورلکې چې جګپوړي افسران پکې سپاره ول سقوط کړی

د پاکستان د پوځ یوه چورلکه په بلوچستان ایالت کې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو رسولو په لړ کې سقوط کړی .

د ویلو ده چې پدې پيښه کې د پاکستان د پوځ د ۱۲ قول اردو د قوماندان جنرال سرفراز علي په ګډون ټولو شپږو افسرانو او پرسونل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د عامه اړیکو څانګې  د دوشنبې په شپه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د پوځ د هوايي چلند چورلکې د بلوچستان په لسبیله ولسوالۍ کې د الوتنې پر مهال د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکه پرې شوې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه چورلکه  په سېلاب ځپلو سيمو کې په  مرستندویه چارو بوخت وه  چې پکې د کوټې د کور کمانډر ليفټننټ جنرال سرفراز علي سربېره د پاکستان د پوځ  پنځه تنه نور افسیران هم سپاره وو. نوموړو د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستندویه کارونو څارنه کوله.

سقوط شوې چورلکه له ورکېدو څو ساعته وروسته وموندل شوه، په دې غمجنه پېښه کې ټولو افسرانو او د چورلکې پرسونل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ، ځواکونه په بلوچستان ایالت کې د سېلابونو وروسته د ژغورنې عملیات کوي، چې د سېلابونو په پایله کې ۱۳۲ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د طبعي افتونو د انتظام ادارې د تازه رپورټ له مخې په لسبیله کې سیلابونو یو شمیر سړکونه او پلونه نړولي چې له امله یې د سند ـ صوبې سره د لسبیله ځمکنۍ اړیکه پرې شوې ده.



اړوند خبرونه