په ایران کې د مستضعفینو د بڼسټ یو تن کارکوونکي ۳ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل
په ایران کې د یرغمل نیونې په یوه پیښه کې ۴ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان شول
1828787
د ایران په ایلام ښار کې د مستضعفینو بڼسټ د یوه پخواني کارکوونکي له خوا د یرغمل نیونې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
تسنيم خبري آژانس د پيښي په اړه د ایلام ښار د امنيه قومندانۍ مرستيال فرزاد ياسمي له قوله ویلي دي چې
"د مستضعفینو د بنسټ یو تن پخواني کارکوونکي چې له دندې ګوښه شوی و، نن سهار د دغه بنسټ کارکوونکي یرغمل ونیول او په ډزو يي ۳ تنه یې ووژل او ۵ تنه یې ټپیان کړل، چې وروسته يي خپل ځان هم وواژه . "
ایراني چارواکو ویلي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د مستضعفینو بنسټ چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پورې تړلی دی، د خپلو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو لکه املاکو، بانکدارۍ او بیمې سره په سر کې قرار لري.