ایران  فضا ته د یوې نوې پوځي سپوږمه کۍ د توغولو نه خبر ورکړی دی.

ایران فضا ته پوځي‌ سپوږمه کۍ و توغوله.

1791638
ایران  فضا ته د یوې نوې پوځي سپوږمه کۍ د توغولو نه خبر ورکړی دی.

ایران  فضا ته د یوې نوې پوځي سپوږمه کۍ د توغولو نه خبر ورکړی دی.

ایران ویلي‌ دي‌ چې د نور ۲ په نامه دویمه پوځي‌ سپوږمه کۍ يي په ډیر بریالیتوب سره فضا ته وتوغوله.

 

د ایران د ایرنا خبري‌ اژانس خبر ورکړی دی چې د نور ۲ په نامه پوځي‌ سپوږمه کۍ د قاصد په نامه د فضايي راکټ سره په بریالیتوب فضا ته توغول شوې او د مځکې  په ۵۰۰ کیلومترۍ کې په مدار کې ځای په ځای شوې ده .

 

د ویلو ده چې دا د ایران دویمه سپوږمه کۍ ده چې مځکې ته نږدې په مدار کې ځای په ځای کیږي.

 

تیره سپوږمه کۍ د ایران د سپاه پاسداران لخوا فضا ته توغول شوې وه او د مځکې مدار په ۴۲۵ کیلومترۍ کې ځای په ځای کړی شوې وه.

 

ددې سره ایران مځکې ته په نږدې مدار کې د دوو سپوږمه کیو خاوند دی.


پيوندونه: #سپوږمه کۍ , #ایران

اړوند خبرونه