ایران نثبتآ زورورې زلزلې ولړزو.
د ایران خوزستان، چهارمحال او بختیاري ولایتونه زلزلې ولړزول
1714043
د ایران د خوزستان، چهارمحال او بخیتاري ولایتونه د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۷ په شدت سره زلزلې ولړزول.
د تهران پوهنتون د زلزلې د تثبیت مرکز ویلي دي چې ددې زلزلې مرکز د چارمحال او بختیاري ولایتونه دی.
پدې زلزله کې تر اوسه پورې د ځاني زیانونو په اړه راپور ندی ورکړ شوی خو د مالي زیانونو نه خبر ورکړ شوی دی.
د خوزستان ولایت مسئولینو ویلي دي چې د زلزلې په نتیچه کې ګن شمیر کورونو ته زیان اوښتی دی. ځیني کورونه نړیدلي دي.
د ژغورنې ډلې زلزله ځپو سیمو ته استول شوي دي.
د بله پلوه د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې او مرستو د ادارې مشر مهدي وليپور ویلي دي چې د زلزلې له امله په شلو کلو کې د مالي زیانونو نه خبر ترلاسه شوی دی خو د ځايي زیان په اړه تر اوسه پورې خبر نشته. هغه ویلي دي چې د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.