په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني سرتیرو خونړی برید شوی
د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې د پوځيانو پر موټر خونړی برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر خلاف د تصفېې عملیات پيل شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیاتو هله پیل شول چې ترهګرو نن د شمالي وزیرستان د اسپین وام په سیمه کې د پوځیانو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې څلور تنه پوځیانو یو تن پولیس افسر او یو تن پولیس په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د تیرې پنجشبنې پر ورځ هم طالبانو د پوځ یو تن کپټان وژلی وو. د پاکستان پوځیانو چې د استخباراتو لخوا د ترلاسه کړي یو راپور له مخې په سیمه کې عملیات پيل کړي وو د عملیاتو پر مهال د ترهګرو د مقامت سره مخامخ شول.
په نښته کې د پوځ یو تن کپټان ژوند د لاسه ورکړ. همداشان پدې نښته کې د تحریک طالبان یو تن مشر خواجه دین عرف شیرخان هم وژل شوی وو. ددې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د کور نه ګڼ شمیر وسلو او چاودیدونکي توکي هم موندل شوي وو.
د ویلو ده چې په شمالي وزیرستان کې پداسې حال کې پر پوځیانو برید کیږي چې تحریک طالبان پاکستان د پوځ سره ۲۰ ورځې اوربند اعلان کړی وو.