د ایران لویدیځ کې د ایلام ولایت زورورې زلزلې ولړزو
د ایران په لویدیځ کې د ایلام ولایت د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۲ په شدت سره زلزلې ولړزو.
1652469
د تهران پوهنتون د زلزلې د معلومولو مرکز د څرګندونو له مخې د لزلې مرکز د ایلام ولایت اړوند د صالح آباد ښار دی. زلزله په ځايي وخت د سهار په ۹ بجو او ۲۴ دقیقو رامنځته شوې ده .
زلزله د مځکې لاندې د نهه کیلو مترو په ژوروالي سره رامنځته شوې ده .
د ایلام ولایت والي ویلي دي چې تر اوسه پورې په زلزله کې د ځاني تلفاتو په اړه راپور ندی ورکړ شوی.
پدې زلزله کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې معلومات نشته.