په پاکستان کې په ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د سند ایالت د لاړکانه په ښار کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
1613152
د سند ایالت د لاړکانه ښار پولیسو ویلي دي چې یو مساپر وړونکی بس چې د لاړکانه ښار نه د قمبر شهداد کوټ ښار ته روان وو په لاړکانه ښار د پولو په منځ کې په لویه لاره کې د ټرکټور د ترالۍ سره وجنګید.
په پیښه کې د دوو تنو ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د ۱۸ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. پولیسو ویلي دي چې کیدای شي چې د ځاني تلفاتو په شمیره کې تغیر راشي .
د برید نه وروسته د سیمې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
ددې پیښې لامل معلوم ندی . پولیسو ویلي دي چې د پيښې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.