د پاکستان په جنوبي وزیرستان سیمه کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی دی.
په جنوبي وزیرستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی
1582135
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې د خیبرپښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان په سیمه کې ترهګرو د امنیتي په یوې پوستې خونړی برید کړی چې په نتیجه کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید نه وروسته امنیتي ځواکونو سمدلاسه په ځوابي برید لاس پورې کړ چې نښته رامنځته شوه.
په نښته کې ۴ تنه ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د برید نه وروسته په سیمه کې پراخه د پلټنې او تصفیې عملیات پیل شوي دي.
د ویلو ده چې یوه اونۍ مخکې هم ترهګرو د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د امنیتی ځواکونو پر پوستې برید کړی وو.
وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه او د ترهګرو سره نښته کړې وه. پدې نښته کې هم دوو تنو ملیشه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۴ تنه ترهګر وژل شوي وو.