د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ ګواښونو ته ځواب ووایه

ایران : ټرمپ پر ایران د بې بڼسته تورونو لګولو سره غواړي په خپلې ناکامۍ پرده وغوړوي

1551267
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ ګواښونو ته ځواب ووایه

ایران د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ لخوا په عراق کې د تیرې یکشنبې پر ورځ د امریکا په سفارت د برید پړه پر ایران د اچولو او دې هیواد ګواښلونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ لخوا ایران په عراق کې د امریکا پر سفارت په  برید کولو  او د نورو بریدونو  پلان په جوړولو تورنولو او ګواښونو ته ځواب ووایه.

هغه ټرمپ ته په خطاب کې ویلي چې ددې ډول ګواښونو او بې ځایه تورونو لګولو سره په امریکا کې د کرونا ویروس په مسئله کې په خپلې ناکامۍ پرده غوړولې نشې.

د هیواد نه بهر د خپلو هیوادوالو ژوند د خطر سره د مخامخولو سره د هیواد دننه خپلۍ ناکامۍ پټولې او د خلکو پام بل لورې ته اړولی نشې.

د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده د امریکا د ولسمشر د ادعاګانو په ځواب کې ویلي دي چې  سپینه ماڼۍ غواړي چې ددې ډول بې بڼسټه او ناسمو ادعاګانو سره د ټرمپ د حکومت ناکامي پټه کړي او د امریکا د خلکو پاملرنه بل لورې ته وګرځوي.

د یادولو وړ ده چې د تیرې یکشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا پر سفارت ګن شمیر توغندیز بریدونه وشو چې سفارت ودانۍ ته يي زیان ورسو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ تیره ورځ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ددې بریدونو پړه پر ایران واچوله.

هغه ګواښ کړی وو که چیرې پدې برید کې یو تن امریکايي وګړي ته زیان ورسیږي زمونږ لپاره مسئول ایران دی.



اړوند خبرونه