روحاني : په بهر کې د ایران د بلاک شوو پیسو د خلاصولو په اړه کار کوو

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د هیواد نه بهر د ایران  د کنګل شوو پیسو د خلاصولو په خاطر هلې ځلې کوي.

1508217
روحاني : په بهر کې د ایران  د بلاک شوو پیسو د خلاصولو په اړه کار کوو

 

روحاني په پلازمینه تهران کې جوړه شوې  د اقتصادي هماهنګۍ په مرکز کې غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې حکومت د سیمې هیوادونو سره د مالي کانالونو په مسئله کې د کړو تړونونو په چټکۍ سره عملي کولو هڅه کوي.

هغه وویل چې د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو تحریمونو له امله د سختو اقتصادي فشارونو  لاندې قرار لرو خو د هیواد نه بهر د ایران د کنګل شوو پیسو د خلاصولو او یو ځل بیا د استفادې په خاطر هلې ځلې کوو. د هیواد نه بهر زمونږ د بلاک شوو پیسو د خلاصون په خاطر هلې ځلې روانې دي.

روحاني وویل چې د چین ، اوراسیا او سیمې د هیوادونو سره د انرژۍ ، تکنالوژۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا په خاطر باید ځانګړي پلانونه جوړ کړو.

د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په چین کې  د چینایي مقاماتو سره په لیدونو کې د مالي کانال، ټرانسپورت او سمندري برخو کې د ډیر ښه تړونونه لاسلیک کړي .

همداشان د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي پرون په بغداد کې د عراقي چارواکیو سره د مالي سرچینو نه د استفادې  په اړه ځیني مهم تفاهمونه کړي دي.

همتي پرون د عراق  د مرکزي بانک رئیس مصطفی غالب او عراق د تجارت وزیر سلیم جواد عبدالهادي الچلبي سره د لیدونو نه وروسته په عراق کې د ایران د بلاک شوو پيسو د خلاصون په اړه په تفاهم ورسید.


پيوندونه: #حسن روحاني , #ایران

اړوند خبرونه