د ایران د پارلمان رئیس پر ولسمشر حسن روحاني سختې نیوکې وکړې
د ایران د پارلمان رئیس : د ایران حکومت د امریکا د خصمانه کړنو په اړه پسیف پاتې دی
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د امریکا متحده ایالتونو لخوا پر تهران د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا لخوا د لغوه شوو تحریمونو له سره د لګولو په اړه د ولسمشر حسن روحاني حکومت د پسیف پاتې کیدو له امله ډیرې سختې نیوکې وکړې.
د ایران د پارلمان د رئیس د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې قالیباف په پارلمان کې غونډې ته په وینا کې د امریکا لخوا پر ایران له سره د تحریمونو د لګولو په اړه ارزونې وکړې.
قالیباف وویل « پدې دوره کې تجربې دا مونږ ته ښودلې ده چې امریکا د دښمنۍ نه ډک او خصمانه کړنو او دریځ پر وړاندې د ایران حکومت پسیف پاتې شوی دی. د همدې امله باید لا فعاله، عاقل او اغیزمنو اقداماتو او سیاستونو سره باید د ایران پر خلکو لا زیاتو فشارونو ته اجازه ورنکړو.»
د ویلو ده چې د امریکا حکومت پر ایران د ملګروملتونو سازمان د امنیت لخوا د لغوه شوو بندیزونو له سره د لګولو نه خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر تهران د لګول شوو نوو بندیزونو په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ایران د لویدیځو هیوادونو د اټومي پروګرام په اړه په کړو ژمنو عمل ندی کړی . د همدې امله د ایران رژیم ته هر امتیاز ورکول د تاریخ په اوږدو کې دوې لا پسې پياوړي کوي.
د همدې امله امریکا د امنیت شورا لخوا په ایران د لګول شوو تحریمونو د لغوه کولو نه له سره لګولو نه خبر ورکوو.
هغه ویلي دي چېد امنیت شورا لخوا پر ایران د لغوه شوو ټولو تحریمونو له سره د لګولو نه خبر ورکړ.