په پاکستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی
د پاکستان د سویلي وزیرستان په سیمه کې پر پوځیانو خونړی برید شوی
1481961
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په قبایلي جنوبي وزیرستان کې سیمه کې پر پوځیانو د عملیاتو پر مهال وسله وال برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د سویلي وزیرستان کې ددوې پر ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال وسله وال برید شوی دی.
په برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان پدې برید کې ۴ تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.