پاکستان د یو زیات شمیر هندي ملکي‌‌ او پوځي‌ چارواکیو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

پاکستان په جمو کشمیر کې د روانې دولتي‌ ترهګرۍ له امله د یو زیات شمیر ملکي‌ او پوځي‌ هندي چارواکیو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

1477292
پاکستان د یو زیات شمیر هندي ملکي‌‌ او پوځي‌ چارواکیو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه

پاکستان د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې د دولتي‌ ترهګرۍ د ترسره کیدو او بشریت پر وړاندې د ترسره شوو جدي‌ جنایتونو له امله د نړۍوالې ټولنې نه د هندوستان د پوځي‌ او ملکي مسئولو چارواکیو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي‌ چې د ۱۹۹۰ کلونو نه په اعتبار سره د هندوستان یرغلګر پوځ څه باندې ۱۰۰ زره تنه کشمیریان شهیدان کړي‌ دي. ۲۲ زره میرمنې کونډې کړي او ۱۰۸ زره تنه ماشومانو يي یتیمان او په څه باندې ۱۱ زرو ښځو يي جنسي تیری کړی دی.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزیر قریشي له قوله ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي چې د ۲۰۱۹ کال د اګست د پنځمې نیټې د کشمیر د پوځي‌ محاصرې نه وروسته په جمو کشمیر کې دولتي‌ ترهګرۍ کچه د پام لوړ لوړه شوې ده .

قریشي په هندوستان کې د سیاسي مشرانو زنداني‌ کول، څه باندې ۱۳ زره کشمیري ځوانانو تښتول او ډیره سخت شکنجه کول، د سوله ایزو مظاهرو او لاریون کوونکو پر خلاف د ډیر سخت شدت او تاوتریوالي‌ نه کار اخیستل په ټولیزه توګه جنسي تیریو پيښې په کلکه توګه غندلي دي.

هغه د نړۍوالې ټولنې نه په جمو کشمیر کې د دولتي‌ ترهګري‌ او بشریت پر خلاف د ترسره شوو جنایتونو له امله د هندوستان د مسئولو ملکي او پوځي چارواکیو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده .

د یادولو وړ ده چې هندوستان د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال د اګست په پنځمه نيټه په هیواد کې په اساسي‌ قانون کې د اصلاحاتو په راوستو سره د جمو کشمیر ځانګړې خودمختاري لغوه او دا سیمې  يي د مرکزي حکومت پورې  وتړلې. همداشان جمو او کشمیر یوه سیمه يي په دوو جلا جلا جمو او کشمیر وویشلې او دواړه يي د مرکزي‌ حکومت پورې وتړلې.

هندوستان ددې اقدام نه وروسته د جمو کشمیر د ځايي ګوندونو ډیری سیاستوال او مشران زنداني‌ کړل ، د ثبات د عملیاتو په ترڅ کې ګرځبندیز اعلان کړ، انټرنټ او ټیلیفون شبکې يي پرې کړې او په ټرانسپورت يي محدودیتونه ولګول. په خلکو لګولي فشارونو کچه يي ښه پسې لوړه کړه.



اړوند خبرونه