په پاکستان کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان د سند په ایالت کې د کینجهر په جهیل کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1474935
د پاکستان د سند ایالت چارواکیو ویلي دي چې دا پيښه د سند ایالت د ټهټا په ولسوالۍ کې د کینجهر په جهیل کې رامنځته شوې ده .
د کښتۍ د ډوبیدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. کښتۍ ځايي ګرځندویانو ګرځول چې د نامعلوم لامل له امله په اوبو کې ډوبه شوه.
ویل کیږي پدې پيښه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د سند ایالت د ژغورنې ډلې ویلي دي چې پدې پيښه کې ځیني کسان لا درکه شوي دي چې د موندولو په خاطر يي د پلټنې چارې پيل شوي دي.
ویل کیږي د پلټنو او ژغورنې په چارو کې د پاکستان سمندري ځواکونو هم برخه اخیستې ده .
د پيښې جنازې کراچۍ ښار یو روغتون ته انتقال شوي دي.