د ایران د کرماانشاه په ولایت کې چاودنه شوې
په ایران کې د تیلو په ټانکرانو کې قوي چاودنه شوې
1463337
د ایران په لویدیځ کې په کرمانشاه ولایت کې د موټرو په یو تم ځای کې د تیلو په ټانکرانو کې د نامعلوم لامل له امله چاودنه شوې.
د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې دا پیښه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
د موټرو په تم کې په ولاړو د تیلو په ټانکرانو کې چاودنه رامنځته شوه چې وروسته شپږو ټانکرانو اور واخیست.
د چاودنې نه وروسته رامنځته شوې اورلګیدنه دومره ستره وه چې تورو لوګي د ښار د ډیرو لرو پرتو سیمو نه هم لیدل کیدل.
پدې چاودنه او اورلګیدنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. د پیښې نه وروسته سمدلاسه د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې او د څو ساعتونو هلو ځلو نه وروسته يي اور مړ او تر کنټرول لاندې راوسته.
د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.