پاکستان د هندي ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
پاکستان د هندوستان سره په پوله کې د یوې هندي جاسوسې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
1445037
د پاکستان پوځ د هندوستان سره په پوله کې د کنټرول په لیکه کې د هندوستان اړوند د یوې جاسوسې بې پیلوټه الوتکې د ویشتو او راغورځولو نه خبر ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار ویلي دي د هندوستان یوې جاسوسې ډرون الوتکې چې د کنټرول په لیکه کې د پاکستان هوايي حریم اخلال کړی وو او ۸۵۰ متره د پاکستان خاورو ته راننوتې وه د پاکستاني هوايي ځواکونو لخوا وویشتل شوه او راوغورځول شوه.
هغه وویل چې سږ کال د پاکستاني ځواکونو لخوا راغورځول شوې دا نهمه ډرون الوتکه ده چې ویشتل کیږي.