په ایران کې د یو ډالر بیه د ۱۹ زره تومن نه په اوښتو ریکارډ جوړ شو.
ایراني تومن د هرې ورځې په تیریدو سره د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت دلاسه ورکوي
په ایران کې چې پدې وروستیو میاشتو کې د ملي کرنسۍ تومن په مقابل کې د ډالرو د بیې د لوړیدو مخه نه نیول کیږي ډالرو د تومن پر وړاندې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
په ایران کې د یو ډالر بیه د ۱۹ زره تومن نه په اوښتو ریکارډ جوړ شو.
د ویلو ده چې د روان کال د جنوري په میاشت کې د تومن پر وړاندې د ډالرو بیه ۱۳۳۵۰ وه چې پدې ډول د ایران ملي کرنسۍ تومن د ډالرو پر وړاندې ۴۲ سلنه خپل ارزښت د لاسه ورکړی دی.
د امریکا لخوا د ایران سره د لاسلیک کړي اټومي تړون نه د جلا کیدو نه راپدیخوا د ایران ملي کرنسۍ تومن د ډالرو پر وړاندې ۱۹۰ سلنه ارزښت د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي د ډالرو پر وړاندې د تومن د ارزښت د لاسه ورکولو لامل د مالي عمل کاري ډلې لخوا ایران په تور لست کې شاملول، کرونا ویروس او د نړۍ په بازارونو کې د تیلو د بیې راټیټیدل په ګوته کړي دي.