ایران هر کال ۵۰ میلیارده ډالره عواید د لاسه ورکوي

ایران : د امریکا د تحریمونو له امله هر کال ۵۰ میلیارده ډالره عواید د لاسه ورکوو

1433126
ایران هر کال ۵۰ میلیارده ډالره عواید د لاسه ورکوي

د ایران ملي‌ عواید هر کال ۵۰ میلیارده ډالره راټیټ شوي دي. دا خبره د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ وکړه. هغه وویل چې د امریکا لخوا پدې هیواد د لګول شوو تحریمونو له امله ددوې عواید هر کال ۵۰ میلیارده ډالره راټیټ شوي‌ دي.

هغه دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

هغه د ایران لخوا د کرونا ویروس او امریکا لخوا د لګول شوو اقتصادي بندیزونو پر خلاف د مبارزې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې ایران د تیرو ۴ میاشتو په هممهاله توګه هم د کرونا ویروس پر خلاف او هم د امریکا لخوا د لګول شوو اقتصادي‌ بندیزونو پر خلاف مبارزه کوي چې دې خبرې د خلکو په ژوند ډیرې جدي‌ منفي‌ اغیزې کړي‌ دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو بندیزونو له امله هر کال ۵۰ میلیادره ډالر عواید د لاسه ورکوي. ددې خبرې جبران ناممکنه دی. سره ددې چې د ډیرو سختو فشارونو لاندې قرار لرو چې بیا هم سږنۍ بودیجه ۵۷۰ تریلیونه تومانه وه.

تیر کال دا رقم ۴۴۸ تریلیونه تومانه وه.

هغه وویل چې دولتونه ددې ډول شرایطو په مقابل کې خامخا په ګونډو کیږي‌ خو مونږ د ټولو فشارونو سره سره مقامت او زغم ته دوام ورکوو.



اړوند خبرونه