په بلوجستان کې پر پوځیانو دوه جلا جلا بریدونه شوي
په بلوچستان کې پر پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۷ تنه سرتیري وژل شوي
1419895
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پوځیانو بمي برید شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې په بلوچستان ایالت کې د پوځیانو پر موټر د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دا پيښه تیره شپه د بلوچستان ایالت د پير غیب په سیمه کې رامنځته شوې ده .
چاودنه هله د پوځیانو پر موټر وشوه چې د ګزمې نه وروسته د خپل مرکز پر لورې روان په بیان کې راغلي دي چې پدې چاودنه کې د یو تن افسر په ګډون ۵ تنو سرتیرو او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې تیره ورځ په یو بل جلا برید کې د ایران سره په پوله کې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت بیلتون غوښتونکو بلوڅو ډلو په غاړه اخیستی دی.