په ایران کې د تقلبي‌ شرابو له امله ۱۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ایران کې د  بې کیفیته  او تقلبي  شرابو  له امله د مړو شمیره ۱۸۰ تنو ته ورسیده.

1381234
په ایران کې د تقلبي‌ شرابو له امله ۱۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

د ایران د ایسنا خبري‌ اژانس د خبر له مخې د مارچ د شپږمې نیټې نه راپدیخوا د بې کیفیته او تقلبي شرابو له امله د مړو شمیره ۱۸۰ تنو ته لوړه شوې ده .

یاد شوي‌ خبري‌ اژانس د فارس ولایت د بیړنیو حالاتو د مرکز د رئیس محمد جواد مرادیان له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د مارچ د شپږمې نیټې نه راپدیخوا یواځې د فارس په ایالت کې د بې کیفیته او تقلبي‌ شرابو د څښولو له امله ۴۲۷ تنو مسموم شوي‌ او په روغتوونونو کې د درملنې لاندې قرار لري.هغه وویل چې پدې ولایت کې د مارچ د ۶ مې نیټې نه راپدیخوا کې د بې کیفیته او  تقلبي‌ شرابو د څښولو له امله ۶۵ تنه مه او ۱۴ تنه اوس هم په عاجل واټ کې بستري‌ دي.

مرادیان ویلي دي‌ چې له بده مرغه په ټولنیزه مډیا کې الکول کرونا ویروس په مخنیوي‌ کې مفید او ګټور دي‌ په څیر د څرګندونو نه وروسته یو زیات شمیرکسانو د ځانونو  خونديتوب په خاطر ځانونه په لوی لاس د مرګ پنجو ته تسلیم کړي‌ دي.

د بله پلوه د فارس ولایت استخباراتو په تیرو څو ورځو کې په ترسره کړو عملیاتو کې ۵۰ زره لیتره الکول نیولي‌ دي.همداشان ددې الکولو د جوړولو او بیا په نورو د پلورولو په تور هم یو زیات شمیر کسان نیولي‌ دي.

د ویلو ده چې د ایران حوزستان په ولایت کې ۵۱ تنو ، د ایردبیل کې ۱۹ تنو ، البرز کې ۱۵ تنو ، په مازنداران کې۱۲، په اصفهان کې ۷ او په کردستان کې ۶ ، همدان کې ۴ او هرمزګان په ولایت ې ۱ تن ژوند دلاسه ورکړی دی.

 


پيوندونه: #تقلبي شراب , #ایران

اړوند خبرونه